رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوستې په برید کې پنځه پاکستاني پوځیان او د تحریک طالبان پاکستان پنځه وسله وال وژل شوي دي.
د "ټي ټي پي" په برید کې پنځه پاکستاني پوځیان ووژل شول
8 جوزا 1403 ساعت 10:01
رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر پوستې په برید کې پنځه پاکستاني پوځیان او د تحریک طالبان پاکستان پنځه وسله وال وژل شوي دي.
آوا: د رسنیو د راپورونو له مخې، وسله والو بریدګرو د دوشنبې په ورځ سهار ۷ بجې له افغانستان سره پولې ته څېرمه د پاکستان پر یوه امنیتي پوسته برید وکړ، چې په پایله کې یې پنځه سرتېري او پنځه بریدګر ووژل شول.
د پاکستان امنیتي چارواکو اعلان کړی، چې دا برید د خیبر پښتونخوا ایالت په شمال لوېدیځ کې په "تاریک دره" کې شوی دی.
تحریک طالبان پاکستان (TTP) د یوې بیانیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی دی.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې پر پاکستاني امنیتي ځواکونو د پاکستاني طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.
د مطلب کود: 291088