دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۶
د مطلب کود : 291087
کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ د رئیس نیول کېدل رد کړل
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د هېواد د پاسپورټ د ادارې د عمومي رئیس "عبدالکریم حسیب" د نیول کېدو خبر رد کړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د ننګرهار د "باریکاب" سیمې د ځمکو پر سر د مظاهرو په اړه وضاحت غوښتنه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د هېواد د پاسپورټ د ادارې د عمومي رئیس "عبدالکریم حسیب" د نیول کېدو خبر رد کړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د ننګرهار د "باریکاب" سیمې د ځمکو پر سر د مظاهرو په اړه وضاحت غوښتنه شوې ده. 

ده زياته کړه: د پاسپورټ دفتر فعاليتونه د معمول په شان پرمخ روان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ځينو بهرنيو رسنيو اعلان کړى و، چې د پاسپورټ عمومي رييس د "فساد" په تور کندهار ته بلل شوى او هلته نيول شوى دى.
https://avapress.com/vdcc4sqim2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته