کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ د رئیس نیول کېدل رد کړل

8 جوزا 1403 ساعت 9:56

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د هېواد د پاسپورټ د ادارې د عمومي رئیس "عبدالکریم حسیب" د نیول کېدو خبر رد کړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د ننګرهار د "باریکاب" سیمې د ځمکو پر سر د مظاهرو په اړه وضاحت غوښتنه شوې ده.


آوا - کابل: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د هېواد د پاسپورټ د ادارې د عمومي رئیس "عبدالکریم حسیب" د نیول کېدو خبر رد کړ او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د ننګرهار د "باریکاب" سیمې د ځمکو پر سر د مظاهرو په اړه وضاحت غوښتنه شوې ده. 

ده زياته کړه: د پاسپورټ دفتر فعاليتونه د معمول په شان پرمخ روان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې ځينو بهرنيو رسنيو اعلان کړى و، چې د پاسپورټ عمومي رييس د "فساد" په تور کندهار ته بلل شوى او هلته نيول شوى دى.


د مطلب کود: 291087

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/291087/کورنیو-چارو-وزارت-د-پاسپورټ-رئیس-نیول-کېدل-رد-کړل

آوا
  https://www.avapress.com