افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملی دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد پرون پنجشنبه (د جوزا ۳ مه) د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفی سره وکتل.
د ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې ملا یعقوب په دې لیدنه کې په هېواد کې د وروستیو زلزلو او سیلاب ځپلو سره د قطر له بشري مرستو مننه وکړه او له دغه هېواد سره یې د اړیکو پر پیاوړتیا او د همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د اعلامیې له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال له افغانانو سره د دوستانه اړیکو د ټینګښت او په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
په ورته وخت کې د قطر د بهرنیو چارو له مرستیال محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د کتنې پر مهال دغه قطري چارواکي په دوحه کې د اسلامي امارت پر ګډون ټینګار وکړ.