دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 290439
په فراه ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي
د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د څو کورنیو ۱۵ غړي وژل شوي او ټپیان دي.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د فراه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد اسرائیل سیار وايي، د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د څو کورنیو ۱۵ غړي په داسې حال کې چې د خوښۍ په مراسمو بوخت وو د دهليز د چت د نړېدو له امله مړه او ژوبل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې د يوې مېرمنې په ګډون پنځه ماشومان وژل شوي او ٩ نور سخت ټپيان دي.

د فراه ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس د دغه دهليز د چت د نړېدو لامل په چت د شته درزونو نه ترمیمول بللي دي.

د هغه په ​​وينا، ټپيان د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
https://avapress.com/vdcc1xqio2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته