کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فراه ولایت کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله ۱۵ تنه مړه او ټپیان شوي

26 ثور 1403 ساعت 15:14

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د څو کورنیو ۱۵ غړي وژل شوي او ټپیان دي.


آوا - هرات: د فراه ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس مولوي محمد اسرائیل سیار وايي، د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د څو کورنیو ۱۵ غړي په داسې حال کې چې د خوښۍ په مراسمو بوخت وو د دهليز د چت د نړېدو له امله مړه او ژوبل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، په دې پېښه کې د يوې مېرمنې په ګډون پنځه ماشومان وژل شوي او ٩ نور سخت ټپيان دي.

د فراه ولايت له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس د دغه دهليز د چت د نړېدو لامل په چت د شته درزونو نه ترمیمول بللي دي.

د هغه په ​​وينا، ټپيان د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.


د مطلب کود: 290439

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290439/په-فراه-ولایت-کې-د-یوه-کور-چت-نړېدو-له-امله-۱۵-تنه-مړه-او-ټپیان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com