افغان غږ خبری آژانس: د اوکرایین پوځ په یوه بیان کې اعلان کړی چې د لوکیانتس او ووچانسک په ځینو سیمو کې د روسی ځواکونو د ډزو او د ځمکنیو ځواکونو د بریدونو په ځواب کې او همدارنګه د خلکو د ژوند ژغورلو او د تلفاتو د مخنیوی په هدف، د اوکراین پوځی واحدونه په شا شول.
د اې ایف پي د راپور له مخې، دوه کلي د روسیې پولې ته څېرمه په ۳۰ کیلومترۍ کې پراته دي او په دغو بریدونو کې په نښه شوي دي.
د اوکراین د پوځ لوی درستیز هم ویلي چې وضعیت لا هم ستونزمن دی.
ځینې پوځي شنونکي وايي، مسکو ښايي اوکراین دې ته اړ کړي چې خپل ځواکونه له نورو مخکینیو سیمو څخه وباسي، لکه د دونیتسک په سیمه کې د چاسیو یار ستراتیژیک ښارګوټي ته څېرمه چې روسیه هم په کې پرمختګ کوي.
اوکرایني چارواکو هم نن اعلان وکړ چې ولادیمیر زیلینسکي هسپانیا او پرتګال ته د روسیې د بریدونو د زیاتوالي او د جګړې په ډګرونو کې د وضعیت د خرابوالي له امله خپل سفر لغوه کړی دی.
تمه وه چې زیلینسکي به د سفر پر مهال د هسپانیا له لومړي وزیر پیډرو سانچیز سره د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو تړون لاسلیک کړي.
د پرتګال د حکومت ویاند هم اعلان وکړ چې د زیلینسکي سفر لغوه شوی خو دا یې ونه ویل چې ولې.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال اوکراين اعلان وکړ، چې له روسيې د ورکې شوې سيمې د بېرته نيولو لپاره يې پر ضد بريدونه پيل کړي دي. دا بریدونه نه یوازې ناکام وو، بلکې د روسي ځواکونو د پرمختګ لامل هم شول.