افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا په پیغام کې چې په کابل کې د روسیې سفارت د رسنیو مسوول ویادیم سرګیف په چینل کې خپور شوی دی ویل شوي چې په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان په شمال ختیځ بغلان ولایت کې د وروستیو سختو بارانونو او سیلابونو له امله تر ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه پيغام په دوام کې د دغې طبيعي پيښې په اړه د افغانستان له خلکو سره خپله ژوره خواشيني څرګندوو، د دغې پيښې د قربانيانو کورنيو او خپلوانو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې که د کابل غوښتنه وشي، مسکو چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره لازمې مرستې وکړي.