کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان ولایت کې له سخت سیلاب وروسته د افغانستان له خلکو سره د خواخوږۍ او د مرستې لپاره د روسیې چمتووالي

26 ثور 1403 ساعت 12:37

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه پيغام کې په بغلان ولايت کې د سختو سيلابونو له امله د اوښتو زيانونو له امله له افغانستان سره د خواشينۍ او خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د مسکو چمتووالى اعلان کړى دى.


آوا - کابل: په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا په پیغام کې چې په کابل کې د روسیې سفارت د رسنیو مسوول ویادیم سرګیف په چینل کې خپور شوی دی ویل شوي چې په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د افغانستان په شمال ختیځ بغلان ولایت کې د وروستیو سختو بارانونو او سیلابونو له امله تر ۳۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه پيغام په دوام کې د دغې طبيعي پيښې په اړه د افغانستان له خلکو سره خپله ژوره خواشيني څرګندوو، د دغې پيښې د قربانيانو کورنيو او خپلوانو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې که د کابل غوښتنه وشي، مسکو چمتو دی چې د افغانستان له خلکو سره لازمې مرستې وکړي.


د مطلب کود: 290425

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290425/په-بغلان-ولایت-کې-له-سخت-سیلاب-وروسته-د-افغانستان-خلکو-سره-خواخوږۍ-او-مرستې-لپاره-روسیې-چمتووالي

آوا
  https://www.avapress.com