دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۰۶
د مطلب کود : 290365
د ماشومانو د ساتنې اداره: د افغانستان په شمال کې شاوخوا ۴۰ زره ماشومانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي
د ماشومانو د ساتنې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په شمال کې شاوخوا څلوېښت زره ماشومانو د سېلابونو له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د دغه سازمان په وینا، له سیلابونو وروسته یو زیات شمیر کورونه په کنډواله بدل شوی دی.

د ماشومانو د ساتنې اداره زیاتوي، چې سېلابونو په بغلان ولایت کې څه باندې ۱۲ زره کورونه په بشپړه یا جزوي توګه ویجاړ کړي او نږدې ۸۰ زره کسانو په دغو سېلابونو کې خپل هرڅه له لاسه ورکړي دي.

خو يادې ادارې ويلي، چې د ټپيانو د درملنې په موخه يې روغتيايي ډلې په بغلان کې يو کلينيک جوړ کړى، چې په کې نارينه او ښځينه متخصصين دي.

دغه سازمان زیاته کړه چې په بغلان او نورو ولایتونو کې د سیلابونو راوتل د اقلیم د بدلون په وړاندې د افغانستان زیان ښیي، هغه بدلونونه چې ماشومان یې تر ټولو زیات قربانیان دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې په افغانستان کې د اقلیم د بحران سمدستي او اوږدمهاله اغیزې د لا زیاتو مالي مرستو له لارې په نښه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په بغلان ولایت کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر تر ۳۰۰ تنو واوښت.

باید وویل شي، چې افغانستان په تېرو څو اونیو کې د سختو بارانونو شاهد و. هغه څه چې تر دې مهاله ورکړل شوي، د هېواد ډېری ولایتونه د سیلابونو شاهدان دي.
https://avapress.com/vdcaiwnum49noe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته