دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۳ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 290233
په افغانستان کې د سېلابونو د قربانیانو له کورنیو سره د ایران د خواخوږۍ څرګندونه
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني د یو پیغام په خپرولو سره د افغانستان چارواکو او د افغانستان خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او د قربانیانو له کورنیو سره یې د خواخوږۍ مراتب څرګند کړل او د خدای تعالی له دربار څخه یې ورته د فردوس جنت غوښتنه وکړه او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتونکې شو.
افغان غږ خبری آژانس - د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعانی د یو پیغام په خپرولو سره د سیلابونو په رامنځته کیدو د ایران د حکومت او خلکو د ژورې خواشینۍ او تسلیت مراتب څرګند کړی دی. 

کنعانی د افغانستان له چارواکو او خلکو سره د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې د خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګند کړي او د پېښې ټپيانو ته يې د عاجلې شفا او د پېښې د قربانيانو کورنيو ته د خدای له درباره د سملاسي روغتيا غوښتنه کړې ده.
 
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم په بغلان ولایت کې د سېلاب ځپلو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ملګرو ملتونو ادارې او همکاران یې له افغان حکومت سره په همغږۍ په چټکۍ سره اړتیاوې ارزوي او بېړنۍ مرستې کوي. 

د پاکستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزارتونو هم په بغلان کې له سېلاب وروسته د افغانستان له خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
 
دغه راز په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي، په کابل کې د جاپان او ترکيې سفارتونو او په مزارشريف کې د ايران قونسلګرۍ هم د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
 
تر دې سېلاب وروسته د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.

د خوړو نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي او ۱۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
https://avapress.com/vdcex78wxjh8owi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته