افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د پلاوي دوه اړخیزه غونډه د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او ترکمنستاني پلاوي ترمنځ ترسره شوه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د کانونو د صادراتو د زیاتوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي، د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان د درې اړخیزې ناستې د ترسره کېدو، په تورغونډۍ کې د لوی ګډ لوژستیکي مرکز پر جوړېدو، د افغانستان د اورګاډي پټلۍ پر پراختیا خبرې او له ترکمنستان څخه افغانستان ته د تېلو او ګازو د لېږد رالېږد او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وشوې.