د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د ترکمنستان او اسلامي امارت د پلاوي ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو د صادراتو او سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت:
له ترکمنستان څخه افغانستان ته د کاني ډبرو د صادراتو د زیاتوالي په اړه د دواړو هېوادونو د پلاويو ترمنځ خبرې وشوې
8 ثور 1403 ساعت 14:01
د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په کابل کې د ترکمنستان او اسلامي امارت د پلاوي ترمنځ د دوه اړخیزې ناستې د ترسره کېدو خبر ورکوي او وايي چې په دې کتنه کې د افغانستان د کانونو د صادراتو او سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې وشوې.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د پلاوي دوه اړخیزه غونډه د دغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او ترکمنستاني پلاوي ترمنځ ترسره شوه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د افغانستان د کانونو د صادراتو د زیاتوالي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د زیاتوالي، د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان د درې اړخیزې ناستې د ترسره کېدو، په تورغونډۍ کې د لوی ګډ لوژستیکي مرکز پر جوړېدو، د افغانستان د اورګاډي پټلۍ پر پراختیا خبرې او له ترکمنستان څخه افغانستان ته د تېلو او ګازو د لېږد رالېږد او نورو مهمو مسایلو په اړه خبرې وشوې.
د مطلب کود: 289462