افغان غږ خبری آژانس: د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند برید جنرال یحیی سریع نن سهار اعلان وکړ، چې د فلسطین له ولس او مقاومت څخه په ملاتړ او په یمن باندې د امریکا او برطانیې د بریدونو په ځواب کې، بریدونه روان دی.
هغه وویل د خدای تعالی په مرسته د یمن د وسله والو ځواکونو سمندری ځواکونو په سور سمندر کښې د انګلیسی تېلو بېړۍ (ANDROMEDA STAR) په څو توغندیو سره په نښه کړه.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند هم د نورو عملیاتو خبر ورکړ او ویې ویل: پرون (جمعه) د یمن د وسله والو ځواکونو هوایی دفاعی ځواکونو د صعده ولایت په هوایی حریم کښې د امریکې یوه MQ9 الوتکه نسکوره کړه.
برید جنرال یحیی سریع د یمن د خلکو او د فلسطین له مقاومت او همداشان د صهیونیسټی رژیم په خلاف د یمن د پوځ له عملیاتو مننه وکړه.