افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت له سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د مالیزیا د صدراعظم استازې ډاکټر شهزلینا په مشرۍ د مالیزیا له پلاوي سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو مهمو مسایلو خبرې وشوې.
په دې کتنه کې شیخ شهاب الدین دلاور د اسلامي امارت د اقتصاد او بهرنۍ تګلارې، د افغانستان په کاني زیرمو کې د پانګونې مناسبو فرصتونو او د پانګونې په برخه کې برابرو شویو اسانتیاوو ته په اشارې سره وویل چې اوس مهال پانګوال کولای شي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي. بشپړ باور او شفافیت.
له بلې خوا په دې کتنه کې ډاکترې شهزلينا د سوداګرۍ د پراختيا او د افغانانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې د ماليزيا د همکاريو ډاډ ورکړ.