افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې نن چهارشنبه د ثور په ۵ مه د قزاقستان د دولتي او خصوصي سکټور یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومنګرین کوي، د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا په موخه او افغان – قزاق د نندارتون د پرانستي لپاره کابل ته راغلي.
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې به د قزاقستان پلاوی د افغانستان-قزاقستان-ترکمنستان په درې اړخیزه ناسته کې د ترانزیټ، سوداګرۍ او ګډو پانګوالو د اسانتیاوو او پراختیا په موخه جوړ شي.
په همدې حال کې پرون له ترکمنستان څخه یو اقتصادي پلاوی د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په هدف کابل ته راغی.