کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ته د قزاقستان د لوړ پوړي پلاوي سفر

5 ثور 1403 ساعت 15:20

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د قزاقستان د دولتي او خصوصي سکټور یو لوړ پوړی پلاوی د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال سیریک جمنګارین په مشرۍ د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا او د افغانستان-قزاقستان د نندارتون د پرانستلو په موخه کابل ته راغلی دی.


آوا - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې نن چهارشنبه د ثور په ۵ مه د قزاقستان د دولتي او خصوصي سکټور یو لوړ پوړی پلاوی چې مشري یې د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سیریک ژومنګرین کوي، د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت او پراختیا په موخه او افغان – قزاق د نندارتون د پرانستي لپاره کابل ته راغلي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه سفر په ترڅ کې به د قزاقستان پلاوی د افغانستان-قزاقستان-ترکمنستان په درې اړخیزه ناسته کې د ترانزیټ، سوداګرۍ او ګډو پانګوالو د اسانتیاوو او پراختیا په موخه جوړ شي.

په همدې حال کې پرون له ترکمنستان څخه یو اقتصادي پلاوی د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو په هدف کابل ته راغی.


د مطلب کود: 289325

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289325/کابل-ته-د-قزاقستان-لوړ-پوړي-پلاوي-سفر

آوا
  https://www.avapress.com