افغان غږ خبری آژانس - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له مشر لیونارد زولو سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتيايي خدمتونو او په هېواد کې د هغوى لپاره د نويو روغتيايي مرکزونو پر جوړولو خبرې وکړې.
دغه وزارت زیاتوي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسوولینو هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره د دغه دفتر د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
په همدې حال کې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل کړی دی.