د عامې روغتیا وزارت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس سره د دغه وزارت د سرپرست وزیر له خبرو وروسته د راستنیدونکو کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي.
هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو لپاره به نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شي
4 ثور 1403 ساعت 9:59
د عامې روغتیا وزارت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رئیس سره د دغه وزارت د سرپرست وزیر له خبرو وروسته د راستنیدونکو کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي.
آوا - کابل: د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ له مشر لیونارد زولو سره وکتل.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې دواړو لورو د راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتيايي خدمتونو او په هېواد کې د هغوى لپاره د نويو روغتيايي مرکزونو پر جوړولو خبرې وکړې.
دغه وزارت زیاتوي، چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مسوولینو هېواد ته له راستنېدونکو کډوالو سره د دغه دفتر د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی دی.
په همدې حال کې پاکستان له هغه هېواده د افغان کډوالو د ویستلو دویم پړاو پیل کړی دی.
د مطلب کود: 289220