افغان غږ خبری آژانس - کابل: افغان پوسټ دولتي شرکت د نړیوالې پستي اتحادیې او EMS کوپراتیف یو له فعالو غړو څخه دی چې په هیواد کې د ۴۶۴ پوستو له لارې هیوادوالو ته خدمات وړاندې کوي.
د افغان پوسټ دولتي شرکت عمومي مدیر مولوي رحمت الله مکي رسنیو ته ویلي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره په دغه شرکت کې منظم تنظیمي او مالي جوړښتونه جوړ شوي او ځینې خدمات چې پخوا غیر فعال وو، بېرته فعال شوي دي.
ويل کيږي چې دغه دولتي شرکت هره ورځ څه د پاسه سل کيلو وارداتي توکي بهر ته لېږدوي او له ډېرو کورنيو څانګو سره يې تړونونه لاسليک کړي دي.
د دغه دولتي شرکت عمومي مدیر همدا راز زیاتوي، چې پخوا افغان پوست شرکت اته ډوله خدمتونه درلودل، چې اوس د اسلامي امارت په تاسیس سره ۱۸ ډوله خدمتونو ته پراخ شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې دغه شرکت په ۱۸۷۰ زېږديز کال کې د امير شېرعلي خان د واکمنۍ پر مهال رامنځته شو، چې شاوخوا يوه نيمه پېړۍ تاريخ لري.