دخپریدو نیټه :شنبه ۱۸ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۵
د مطلب کود : 288365
د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د نړۍ په کچه ۱۵۱ مقام خپل کړ
د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د فیفا په تازه درجه بندۍ کې د ۷ مقامونو په لوړوالي سره د نړۍ په کچه ۱۵۱ مقام ته ورسېده.
افغان غږ خبری آژانس: د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د هند پر وړاندې له مساوي او یوې بریا وروسته د ملي ټیمونو په تازه درجه بندۍ کې اوه ځای ته پورته شوه، چې د نړۍ په کچه له ۱۵۸ څخه ۱۵۱ مقام ته ورسېده.

مخکې; افغانستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د ۱۰۳۴ نمرو په لرلو سره په نړۍ کې ۱۵۸ ځای درلود.

د فیفا د درجه بندۍ له مخې د ارجنټاین، فرانسې او بلجیم ملي لوبډلې په نړۍ کې له لومړي څخه تر دریمې درجې دي.

په دې درجه بندۍ کې د جاپان او ایران ملي لوبډلې په نړۍ کې په ۱۷ او ۲۰م مقام او همدارنګه په اسیا کې لومړی او دویم ځای لري.
https://avapress.com/vdch-6nim23n6xd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته