کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د نړۍ په کچه ۱۵۱ مقام خپل کړ

18 حمل 1403 ساعت 10:15

د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د فیفا په تازه درجه بندۍ کې د ۷ مقامونو په لوړوالي سره د نړۍ په کچه ۱۵۱ مقام ته ورسېده.


آوا: د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د هند پر وړاندې له مساوي او یوې بریا وروسته د ملي ټیمونو په تازه درجه بندۍ کې اوه ځای ته پورته شوه، چې د نړۍ په کچه له ۱۵۸ څخه ۱۵۱ مقام ته ورسېده.

مخکې; افغانستان د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د ۱۰۳۴ نمرو په لرلو سره په نړۍ کې ۱۵۸ ځای درلود.

د فیفا د درجه بندۍ له مخې د ارجنټاین، فرانسې او بلجیم ملي لوبډلې په نړۍ کې له لومړي څخه تر دریمې درجې دي.

په دې درجه بندۍ کې د جاپان او ایران ملي لوبډلې په نړۍ کې په ۱۷ او ۲۰م مقام او همدارنګه په اسیا کې لومړی او دویم ځای لري.


د مطلب کود: 288365

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/288365/د-هېواد-فوټبال-ملي-لوبډله-نړۍ-په-کچه-۱۵۱-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com