افغان غږ خبری آژانس - کابل: په ایکس کې د اسلامي امارت د ویاند له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو سوداګریز پلاوي له سوداګرۍ څخه د سیاست پر جلاوالي ټینګار کړی دی.
د دې اعلامیې پر بنسټ، پاکستان ژمنه کړې چې د اپټا تړون عملي کوي او د شپږو میاشتو په موده کې به د افغان سوداګرو د کانتینرونو د لېږد لپاره اسانتیاوې برابروي.
مجاهد په دې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه په موقتي او تجربوي ډول د بار وړونکو موټرو د واردولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
په اعلاميه کې دا هم ويل شوي چې پاکستان چمتو دى چې د افغانستان ډبرو سکاره په نړيواله بيه وپېري.
د مجاهد په وينا، دواړو پلاويو له هوايي ډګرونو څخه د مالونو د لېږد او په افغانستان کې د پنبې د بې کفايتۍ پر صادرولو هم هوکړه کړې ده.
دغه پلاوی دوه ورځې وړاندې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ کابل ته راغلی و.
په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر وايي: "دواړو لورو موافقه وکړه چې د ګډو ګټو لپاره به په ګډه کار کوي." افغانستان او پاکستان په یو شمیر برخو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیت د اسانتیاوو په برابرولو موافقه وکړه.
د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ پاکستانی پلاوی د دوشنبې په ورځ د سلواغې په شپږمه کابل ته ولاړ او هلته یې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان موتګي سره وکتل.
د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد د ایکس چینل پر خپله پاڼه لیکلي چې دوی د سه شنبې په ورځ په لیدنه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د هغه په وينا، ښاغلي متوګي د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره په ليدنه کې د ترانزيټي ستونزو او د هغوى د حل په اړه "تفصيلي" څرګندونې وکړې.
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه چې خرم اغا ژمنه کړې چې د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره به ژر تر ژره یوه حل لاره ومومي.