دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ حمل ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 288032
د غزې د شهیدانو شمېر ۳۲۵۵۲ ته لوړ شو
د فلسطین د روغتیا وزارت په غزې تړانګې د صهیونیسټی رژیم د پرله پسې تیریو د شهیدانو شمیر د اکتوبر له اوومې (د الاقصی له طوفان) څخه تراوسه پورې ۳۲ زره ۵۵۲ تنو ته او د زخمیانو شمیر ۷۴ زره ۹۸۰ تنو ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په شهیدانو او ټپیانو کې اکثره بې ګناه ښځې او ماشومان دی.
 
د بله پلوه د فلسطین د شمس خبري اژانس خبریال "محمد عادل ابوسخیل" د خپلې خبري دندې د ترسره کولو په حال کې د غزې په شفا روغتون کې د صهیونیسټي پوځیانو لخوا په ډزو ووژل شو.
 
د قطر الجزیرې چینل خبر ورکړی چې هغه ځانګړي عکسونه یې ترلاسه کړي چې په الشفا روغتون کې د فلسطیني میرمنې له بې حرمتي وروسته د صهیونیسټانو نوی جنایت په ډاګه کوي.
https://avapress.com/vdcipvarrt1avu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته