دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 287490
د کډوالو چارو وزارت په ننګرهار کې له پاکستانه را ايستل شويو ۲۰۰ کورنيو سره نغدي مرسته ووېشله
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې له پاکستان څخه د راستنو شویو او راستنیدونکو څه د پاسه ۲۰۰ کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي یې دي: په دې پړاو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست له لوري  اړ کورنۍ پیژندل شوې دي او هره کورنۍ ته به لس زره افغانۍ ورکړل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ روانه ده، خو دا شمېره د پخوا په پرتله ډېره کمه ده. د وروستیو راپورونو له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو کچه هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.
https://avapress.com/vdcf1ed0xw6dcja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته