کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کډوالو چارو وزارت په ننګرهار کې له پاکستانه را ايستل شويو ۲۰۰ کورنيو سره نغدي مرسته ووېشله

27 حوت 1402 ساعت 11:37

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې له پاکستان څخه د راستنو شویو او راستنیدونکو څه د پاسه ۲۰۰ کورنیو سره د نغدي مرستو د ویش اعلان وکړ.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په دې اړه یوه خبرپاڼه خپره کړې ده او ویلي یې دي: په دې پړاو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو ریاست له لوري  اړ کورنۍ پیژندل شوې دي او هره کورنۍ ته به لس زره افغانۍ ورکړل شي.
 
د يادونې وړ ده، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري شړلو لړۍ روانه ده، خو دا شمېره د پخوا په پرتله ډېره کمه ده. د وروستیو راپورونو له مخې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو کچه هره ورځ له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ټنو ته رسېدلې ده.


د مطلب کود: 287490

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/287490/د-کډوالو-چارو-وزارت-په-ننګرهار-کې-له-پاکستانه-ايستل-شويو-۲۰۰-کورنيو-سره-نغدي-مرسته-ووېشله

آوا
  https://www.avapress.com