افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍد ترافيکو مدير عبدالقهار قادري د سه شنبې په ورځ (د حوت لومړۍ نېټه) د سمنګان-بلخ پر لاره د ترافيکي پېښې په اړه وويل: د سراچه او پاسو ډوله موټر ترمنځ د ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي.
ده زياته کړه: دغه زړه بوږنونکې ترافيکي پيښه د سمنګان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوي او ددغې پيښې ټپيان او مړي ددغه ولايت ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي.
په همدې حال کې د سمنګان د ولايتي روغتون رييس ډاکتر سيد عثمان حميدي وويل چې نن سهار د مزارشريف- سمنګان پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه وژل شوي.
هغه زياته کړه، چې د وژل شويو کسانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي او د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او تر جدي څارنې لاندې دي.
د يادونې وړ ده، چې د مزارشريف- سمنګان لويه لار د افغانستان په شمال کې يو له ډېرو ترافيکي پېښو له امله رامنځته کېږي.