افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ ولایت مقام مرستیال مولوی نورالهدی ابو ادریس په دغه ولایت کې د نوی مزارشریف ښار د پرانیستلو په اړه وویل: نوی مزارشریف ښار به د درې زره جریبه ځمکه په شاوخوا کې جوړ شی او د درېیو ملي سوداګرو په پانګونه به جوړ شې، چې په دغه ښارګوټي کې اته زره د استوګنې کورونه، ۵۰۰ لوړ پوړیز کورونه، تفریحي پارک، شنه ځای، روغتیايي مرکز، جوماتونه او نور ولسي پلانونه لري.
هغه زياته کړه: "دغه هستوګنه د نفوسو د کثافت او د ګڼې ګوڼې د زياتوالي د مخنيوي په موخه له مزارشريف ښار څخه اته کيلومتره لرې جوړېږي او د دې ښارګوټي د جوړېدو موخه د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف ښار پراخول دي."
مولوي ابو ادریس څرګنده کړه چې د دې هوکړې په پیل سره به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او موږ د هېواد د ابادۍ، اقتصادي پرمختګ او د ټولنې د بېلابېلو برخو د پرمختګ لپاره هوډمن او ژمن یو او په دې برخه کې په عملي توګه کار کوو.
په همدې حال کې په دغه ښارګوټي کې د پانګونې په برخه کې د سوداګرو استازې عقيل بلخي وايي، چې د دغه ښارګوټي جوړول به شاوخوا پنځه کاله وخت ونيسي.