کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د مزارشريف- سمنګان پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه شوي دي

2 حوت 1402 ساعت 12:22

د مزارشريف- سمنګان پر لويه لار نن (د حوت لومړۍ نېټه) د يوې ترافيکي پېښې له امله نهه تنه مړه او ټپيان شول.


آوا - مزار شریف: د سمنګان ولایت د امنیه قوماندانۍد ترافيکو مدير عبدالقهار قادري د سه شنبې په ورځ (د حوت لومړۍ نېټه) د سمنګان-بلخ پر لاره د ترافيکي پېښې په اړه وويل: د سراچه او پاسو ډوله موټر ترمنځ د ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي.
 
ده زياته کړه: دغه زړه بوږنونکې ترافيکي پيښه د سمنګان ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوي او ددغې پيښې ټپيان او مړي ددغه ولايت ولايتي روغتون ته ليږدول شوي دي.
 
په همدې حال کې د سمنګان د ولايتي روغتون رييس ډاکتر سيد عثمان حميدي وويل چې نن سهار د مزارشريف- سمنګان پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه وژل شوي.
 
هغه زياته کړه، چې د وژل شويو کسانو جسدونه روغتون ته لېږدول شوي او د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او تر جدي څارنې لاندې دي.
 
د يادونې وړ ده، چې د مزارشريف- سمنګان لويه لار د افغانستان په شمال کې يو له ډېرو ترافيکي پېښو له امله رامنځته کېږي.


د مطلب کود: 286231

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286231/د-مزارشريف-سمنګان-پر-لويه-لاره-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-اووه-تنه-مړه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com