دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 286044
د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال:

د پوهنتونونو فعالیت د ټولنې لپاره مهم دی

د پوهنتونونو فعالیت د ټولنې لپاره مهم دی
د رېیس الوزرا سياسي مرستيال د خصوصي پوهنتونونو له يو شمېر مسوولينو او استادانو سره په کتنه کې د پوهنتونونو فعاليتونه د ټولنې لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه، چې حکومت به ورته اسانتياوې برابرې کړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسوولینو او استادانو سره په کتنه کې نوموړي د پوهنتونونو فعاليتونه د ټولنې لپاره مهم وبلل او ويې ويل، چې دولت په پراخه کچه د ټولو خصوصي تحصيلي موسسو ملاتړ او اسانتياوې برابروي.
 
په دې غونډه کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو او استادانو له حکومت څخه د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
 
دوی زیاته کړه چې په لږ مصرف سره کولای شي د ټولنې له اړتیاوو سره سم ګڼ شمېر ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
 
په ورته وخت کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د پراخېدو له امله ډېرو ځوانانو خپلې زده کړې له پوهنتونه پرې کړې دي.
https://avapress.com/vdcjxme8xuqeoyz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته