کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال:

د پوهنتونونو فعالیت د ټولنې لپاره مهم دی

29 دلو 1402 ساعت 15:35

د رېیس الوزرا سياسي مرستيال د خصوصي پوهنتونونو له يو شمېر مسوولينو او استادانو سره په کتنه کې د پوهنتونونو فعاليتونه د ټولنې لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه، چې حکومت به ورته اسانتياوې برابرې کړي.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خصوصي پوهنتونونو له یو شمېر مسوولینو او استادانو سره په کتنه کې نوموړي د پوهنتونونو فعاليتونه د ټولنې لپاره مهم وبلل او ويې ويل، چې دولت په پراخه کچه د ټولو خصوصي تحصيلي موسسو ملاتړ او اسانتياوې برابروي.
 
په دې غونډه کې د خصوصي پوهنتونونو مسوولینو او استادانو له حکومت څخه د لا زیات ملاتړ غوښتنه وکړه.
 
دوی زیاته کړه چې په لږ مصرف سره کولای شي د ټولنې له اړتیاوو سره سم ګڼ شمېر ځوانانو ته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړي.
 
په ورته وخت کې د بې وزلۍ او بېکارۍ د پراخېدو له امله ډېرو ځوانانو خپلې زده کړې له پوهنتونه پرې کړې دي.


د مطلب کود: 286044

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/286044/د-پوهنتونونو-فعالیت-ټولنې-لپاره-مهم-دی

آوا
  https://www.avapress.com