افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر اعلان کړی چې دغه وزارت د ژغورنې نړیوالې کمېټې او د افغانستان لپاره د فزیوتراپي او بیارغونې له انستیتیوت سره د همکارۍ یو تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دغه دواړه بنسټونه له دغه وزارت سره په همغږۍ په کابل، ننګرهار او بامیان ولایتونو کې د «خصوصي سکتور له خوا د افغان کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا پروګرام» تر سرلیک لاندې د څه باندې یو نیم میلیون ډالرو په ارزښت یوه ګډه پروژه پلي کوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له يو شمېر نړيوالو بنسټونو سره د همکاريو تړونونه لاسليک کړي وو.