دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 285686
د ملي دفاع وزارت پلاوي د ازبکستان له سرحدي چارواکو سره وکتل
د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قوماندان ملا رحمت الله محمد سره د دواړو هېوادونو په پوله کې د ازبکستان د سرحدي ځواکونو له عمومي قوماندان سلیم جان سره د لیدنې خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د ملی دفاع وزارت په ایکس پاڼه کې دغه خبر خپور کړی او لیکلی یې دی: په دې غونډه کې د الفتح قول اردو قوماندان او د ملی دفاع وزارت نورو پلاویو ګډون کړی و. د سرحدي مسايلو، د هغوی د نظرونو او ستونزو په اړه د نظرونو له تبادلې وروسته يې مقابل لوري ته ملګري کړل.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر همغږۍ، دوه اړخیزو اړیکو او لازیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
 
د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم د ګاونډيو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې شوې وې.
https://avapress.com/vdcaamnui49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته