کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي دفاع وزارت پلاوي د ازبکستان له سرحدي چارواکو سره وکتل

22 دلو 1402 ساعت 17:14

د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ الفتح قول اردو له قوماندان ملا رحمت الله محمد سره د دواړو هېوادونو په پوله کې د ازبکستان د سرحدي ځواکونو له عمومي قوماندان سلیم جان سره د لیدنې خبر ورکړی دی.


آوا - مزارشریف: د ملی دفاع وزارت په ایکس پاڼه کې دغه خبر خپور کړی او لیکلی یې دی: په دې غونډه کې د الفتح قول اردو قوماندان او د ملی دفاع وزارت نورو پلاویو ګډون کړی و. د سرحدي مسايلو، د هغوی د نظرونو او ستونزو په اړه د نظرونو له تبادلې وروسته يې مقابل لوري ته ملګري کړل.
 
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ پر همغږۍ، دوه اړخیزو اړیکو او لازیاتې همکارۍ ټینګار وکړ.
 
د يادونې وړ ده، چې تېر کال هم د ګاونډيو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې شوې وې.


د مطلب کود: 285686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285686/د-ملي-دفاع-وزارت-پلاوي-ازبکستان-له-سرحدي-چارواکو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com