افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دغه پیغام پرون چهارشنبه د دلوی ۱۸ مه له زندانه خپور کړ.
په اکس کې هغه ته منسوب یو حساب وویل: "خلک وهڅوئ چې تر هغه وخته پورې رایه ورکړي چې تاسو یې کولی شئ، د رایې ورکولو په مرکزونو کې انتظار وکړئ او بیا د وروستیو پایلو تر اعلان پورې د ټاکنو دفتر بهر انتظار وکړئ."
عمران خان دا پیغام په داسې حال کې خپور کړ چې د هغه سیالو ګوندونو پرون او د پاکستان د انتخاباتي کمپاینونو په وروستۍ ورځ لوی لاریونونه وکړل.
ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې سبا ترسره شي. عمران خان چې اوس په زندان کې دی، تېر کال د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له خوا نا اهله اعلان شو.
د دې ترڅنګ د پاکستان د ټاکنو کمېشن له خوا د هغه د ګوند ډېری غړي له دندې ګوښه شوي دي.
د ښاغلي خان د ګوند غړو د پاکستان د روان کال په انتخاباتو کې د خپلواکو کاندیدانو په توګه برخه اخیستې ده.
د پاکستان د ټاکنو کمېشن حتی دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې د "کرکټ سټک" د خپل انتخابي نښان په توګه وکاروي.
د عمران خان د پلویانو او پاکستاني پولیسو تر منځ شخړه بې ساري نه ده. تېر کال د هغه د نیولو پر مهال د هغه پلویانو له پولیسو سره نښتې وکړې.