کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عمران خان خپلو پلویانو ته: د رایې اچونې بهیر له پای ته رسېدو وروسته له مرکزونو بهر انتظار وکړئ

19 دلو 1402 ساعت 11:13

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په داسې حال کې چې په زندان کې دی خپل پلویان په انتخاباتو کې ګډون ته هڅوي، له هغوی یې غوښتي چې د دغه هیواد په ملي انتخاباتو کې د رایې اچونې د بهیر له پای ته رسیدو وروسته د رای ورکولو له مرکزونو بهر انتظار وکړي.


آوا: د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دغه پیغام پرون چهارشنبه د دلوی ۱۸ مه له زندانه خپور کړ.
 
په اکس کې هغه ته منسوب یو حساب وویل: "خلک وهڅوئ چې تر هغه وخته پورې رایه ورکړي چې تاسو یې کولی شئ، د رایې ورکولو په مرکزونو کې انتظار وکړئ او بیا د وروستیو پایلو تر اعلان پورې د ټاکنو دفتر بهر انتظار وکړئ."
 
عمران خان دا پیغام په داسې حال کې خپور کړ چې د هغه سیالو ګوندونو پرون او د پاکستان د انتخاباتي کمپاینونو په وروستۍ ورځ لوی لاریونونه وکړل.
 
ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې سبا ترسره شي. عمران خان چې اوس په زندان کې دی، تېر کال د پاکستان د ټاکنو کمېسیون له خوا نا اهله اعلان شو.
 
د دې ترڅنګ د پاکستان د ټاکنو کمېشن له خوا د هغه د ګوند ډېری غړي له دندې ګوښه شوي دي.
 
د ښاغلي خان د ګوند غړو د پاکستان د روان کال په انتخاباتو کې د خپلواکو کاندیدانو په توګه برخه اخیستې ده.
 
د پاکستان د ټاکنو کمېشن حتی دوی ته اجازه نه ده ورکړې چې د "کرکټ سټک" د خپل انتخابي نښان په توګه وکاروي.
 
د عمران خان د پلویانو او پاکستاني پولیسو تر منځ شخړه بې ساري نه ده. تېر کال د هغه د نیولو پر مهال د هغه پلویانو له پولیسو سره نښتې وکړې.


د مطلب کود: 285517

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/285517/عمران-خان-خپلو-پلویانو-ته-د-رایې-اچونې-بهیر-له-پای-رسېدو-وروسته-مرکزونو-بهر-انتظار-وکړئ

آوا
  https://www.avapress.com