دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 284609
د واخان سړک د جوړېدو چارې به ډېر ژر بشپړې شي
د بدخشان والي وايي، د افغانستان او چین تر منځ د واخان سړک د ترانزیتي نقطې په توګه د جوړېدو چارې به تر بشپړېدو پورې دوام وکړي، ځکه دغه سړک د هېواد له مهمو لویو لارو څخه دی او د اقتصاد په برخه کې اغېزمن او رغنده رول لوبوي. 
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان والي مولوي محمد ایوب خالد د واخان د سړک د جوړولو د کار د بشپړیدو په اړه وویل، د واخان سړک د سروې شاوخوا ۷ کیلومتره پاتې دي، چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې شي. د دغه سړک له جوړېدو وروسته به افغانستان لومړی هېواد وي چې کار به یې بشپړ شي او کارګو به د ځمکې له لارې له چین سره وصل شي.

هغه زياته کړه، د دغه سړک د پلان، ډيزاين او سروې کار د انجنيرانو له لوري پيل شوى او د راتلونکي کال تر پسرلي پورې به پاى ته ورسېږي او په پام کې ده چې دغه سړک د بټومين په بڼه جوړ او په معياري ډول جوړ شي. 

مولوي خالد څرګنده کړه: د واخان سړک د هېواد له مهمو لويو لارو څخه دی چې زموږ د ټولنې په اقتصادي وده کې اغېزمن او رغنده رول لوبوي او د دولتي چارواکو ترمنځ د هېواد د سترو پروژو په تطبيق کې جديت شته.

د يادونې وړ ده چې د واخان لاره افغانستان له چين سره نيغ په نيغه نښلوي او دغه لويه لاره د بدخشان ولايت له مرکز فيض اباد ښار څخه د چين په پوله د کوتل وخجير پورې شاوخوا ٤٨٠ کيلومتره اوږدوالى لري. دغه راز د واخان سړک د منځنۍ اسیا له ځینو برخو سره د هېواد ترانزیتي نقطه ګڼل کېږي.
https://avapress.com/vdce7e8wojh8vpi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته