دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 284131
همکارې ادارې باید د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې مرستې په شفافه توګه وکاروي
د کرنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د مرستندويه ادارو له يو شمېر مسوولينو سره په کتنه کې وويل، چې همکارې ادارې بايد د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې مرستې په شفافه او اغېزناکه توګه وکاروي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن د جدی په ۲۳ مه دا خبر خپور کړ او ویې ویل، چې په دې کتنه کې عثماني له چارواکو سره د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرنې او مالدارۍ وزیر د دې پروژې پر بنسټیز تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: زموږ موخه د شریکو بنسټونو لپاره اسانه کول دي او دغه بنسټونه باید د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې بودیجه په راتلونکي کې تطبیق کړي.

ده همداراز وویل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو ملي او نړیوالو بنسټونو ته چې د دغه وزارت له لومړیتوبونو سره سم د پروژو د پلي کولو په لټه کې دي، اسانتیاوې برابروي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د مرستو په وېش کې يوه له جدي ستونزو څخه د روڼتيا نشتوالى دى.
https://avapress.com/vdcexe8wzjh8vzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته