کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت مرستیال:

همکارې ادارې باید د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې مرستې په شفافه توګه وکاروي

24 جدی 1402 ساعت 11:12

د کرنې وزارت سرپرست په افغانستان کې د مرستندويه ادارو له يو شمېر مسوولينو سره په کتنه کې وويل، چې همکارې ادارې بايد د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې مرستې په شفافه او اغېزناکه توګه وکاروي.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مطبوعاتي دفتر نن د جدی په ۲۳ مه دا خبر خپور کړ او ویې ویل، چې په دې کتنه کې عثماني له چارواکو سره د پروژو د تطبیق په اړه خبرې وکړې. 

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرنې او مالدارۍ وزیر د دې پروژې پر بنسټیز تطبیق ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: زموږ موخه د شریکو بنسټونو لپاره اسانه کول دي او دغه بنسټونه باید د افغانستان خلکو ته ځانګړې شوې بودیجه په راتلونکي کې تطبیق کړي.

ده همداراز وویل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هغو ملي او نړیوالو بنسټونو ته چې د دغه وزارت له لومړیتوبونو سره سم د پروژو د پلي کولو په لټه کې دي، اسانتیاوې برابروي.

د يادونې وړ ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د مرستو په وېش کې يوه له جدي ستونزو څخه د روڼتيا نشتوالى دى.


د مطلب کود: 284131

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/284131/همکارې-ادارې-باید-د-افغانستان-خلکو-ته-ځانګړې-شوې-مرستې-په-شفافه-توګه-وکاروي

آوا
  https://www.avapress.com