دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 283656
حزب الله: لبنان باید د صهیونیسټانو تر حملې لاندې سیمو ته ورنژدې شي
حزب الله نن سهار (یکشنبه) د لبنان د جنوب له خلکو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د پرله پسې حملو له امله هدف ګرځول شویو سیمو ته ور نه شي ځکه چې د لبنان د خلکو ژوند تر بل هر څه زیات ارزښت لري.
افغان غږ خبری آژانس: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار(یکشنبه) د صهیونیسټانو له خوا تر حملې لاندې سیمو ته د نږدې کیدو په هکله د دغه هیواد خلکو ته خبرداری ورکړ.

حزب الله په یوه بیانیه کښې د دغه هیواد له خلکو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د پرله پسې حملو په وجه د هدفونو سیمو ته ورنکړي ځکه چې د لبنان د خلکو ژوند تر بل هر څه زیات ارزښتمن ګڼي.

په بیان کې راغلي: "زموږ شریف ولس... د اسرائیلو دښمن غواړي چې زموږ پر سیمو خپل هوايي بریدونه تکرار کړي. په نږدې وختونو او لږو دقیقو کې په ورته هدفونو بریدونه کول، د وژنې او وینې تویولو په هدف.

د لبنان د اسلامی مقاومت مشر تاکید وکړ: له همدې امله له تاسو ګرانو هیوادوالو غوښتنه کوو چې خپل امنیت له هدفه ځایونو څخه لرې وساتئ او هغوی ته مه نږدې کیږئ او د هغوی په شاوخوا کښې مه راغونډیږی او اړوندو چارواکو ته تسلیت پریږدی.

حزب الله دغه راز زیاته کړه: ستاسو زړورتیا او سرښندنه د ویاړ سرچینه ده، خو ستاسو ژوند تر هر څه زیات ارزښت لري او ساتنه یې زموږ د ټولو مسوولیت دی.

د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ پرون د دغه هیواد په جنوب کښې د نیواکګرو د تیریو په ځواب کښې د فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټی رژیم د استخباراتو په مرکز په لسګونو توغندی وویشتل.
https://avapress.com/vdcftmd0vw6dcva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته