حزب الله نن سهار (یکشنبه) د لبنان د جنوب له خلکو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د پرله پسې حملو له امله هدف ګرځول شویو سیمو ته ور نه شي ځکه چې د لبنان د خلکو ژوند تر بل هر څه زیات ارزښت لري.
حزب الله: لبنان باید د صهیونیسټانو تر حملې لاندې سیمو ته ورنژدې شي
17 جدی 1402 ساعت 12:52
حزب الله نن سهار (یکشنبه) د لبنان د جنوب له خلکو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د پرله پسې حملو له امله هدف ګرځول شویو سیمو ته ور نه شي ځکه چې د لبنان د خلکو ژوند تر بل هر څه زیات ارزښت لري.
آوا: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ نن سهار(یکشنبه) د صهیونیسټانو له خوا تر حملې لاندې سیمو ته د نږدې کیدو په هکله د دغه هیواد خلکو ته خبرداری ورکړ.
حزب الله په یوه بیانیه کښې د دغه هیواد له خلکو وغوښتل چې د صهیونیسټانو د پرله پسې حملو په وجه د هدفونو سیمو ته ورنکړي ځکه چې د لبنان د خلکو ژوند تر بل هر څه زیات ارزښتمن ګڼي.
په بیان کې راغلي: "زموږ شریف ولس... د اسرائیلو دښمن غواړي چې زموږ پر سیمو خپل هوايي بریدونه تکرار کړي. په نږدې وختونو او لږو دقیقو کې په ورته هدفونو بریدونه کول، د وژنې او وینې تویولو په هدف.
د لبنان د اسلامی مقاومت مشر تاکید وکړ: له همدې امله له تاسو ګرانو هیوادوالو غوښتنه کوو چې خپل امنیت له هدفه ځایونو څخه لرې وساتئ او هغوی ته مه نږدې کیږئ او د هغوی په شاوخوا کښې مه راغونډیږی او اړوندو چارواکو ته تسلیت پریږدی.
حزب الله دغه راز زیاته کړه: ستاسو زړورتیا او سرښندنه د ویاړ سرچینه ده، خو ستاسو ژوند تر هر څه زیات ارزښت لري او ساتنه یې زموږ د ټولو مسوولیت دی.
د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ پرون د دغه هیواد په جنوب کښې د نیواکګرو د تیریو په ځواب کښې د فلسطین په شمال کښې د صهیونیسټی رژیم د استخباراتو په مرکز په لسګونو توغندی وویشتل.
د مطلب کود: 283656