دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 283348
د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د ملي لوبډلې د اوسني مشر روزونکي قرارداد تمدید کړ
د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د هېواد د ملي لوبډلې د مشر روزونکي جوناتن ټراټ قرارداد یې د یوه بل کال لپاره وغځوه.
افغان غږ خبری آژانس - د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ټراټ د بریالۍ تېرې له امله یې د لوبډلې له مشر روزونکي سره قرارداد تمدید کړ.

د جوناتن ټراټ په مشرۍ د افغانستان لوبډلې په تېر نړیوال جام کې ښې بریاوې ترلاسه کړې وې او د پاکستان، انګلستان، سریلانکا او هالنډ لوبډلو ته یې ماتې ورکړې وه.

په همدې حال کې ټاکل شوې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ وروستۍ او دریمه شل اوریزه لوبه نن سه شنبه (جنورۍ ۲) ترسره شي.

د دغو دوو لوبډلو غونډه به د نورو دوو لوبو په څېر د شارجې په سپورتي ډګر کې ترسره شي.

په لومړۍ لوبه کې افغانستان ۲۰۳ منډې وکړې او د اماراتو لوبډلې ته یې په ۱۳۱ منډو ماتې ورکړه.

خو په دویمه لوبه کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۱۶۷ منډو هدف ته په رسیدو ونه توانید چې په ۱۵۵ منډو خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي.

افغان لوبډله به له متحده عربي اماراتو سره تر لوبې وروسته هند ته ولاړه شي څو له کوربه لوبډلې سره درې شل اوریزې لوبې وکړي.
https://avapress.com/vdcdos0xjyt0js6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته