دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 283269
د قطر د سرې میاشتې ټولنې په هرات کې له ۱۵۰۰ زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو د وېش اعلان وکړ
د قطر د سرې میاشتې ټولنې اعلان کړی، چې دغې ادارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ د هرات له زلزلې ځپلو ۱۵۵۰ کورنیو سره کمپلې وېشلې دي.
افغان غږ خبری آژانس: د قطر د سرې میاشتې ټولنې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د هرات د زلزلې له امله ۱۰۸۵۰ تنه زیانمن شوي کسان چې په موقتي سرپناه کې ژوند کوي له دې ژمنیو مرستو څخه برخمن شوي دي.

د دغې خبرپاڼې له مخې، د قطر د سرې مياشتې ټولنې هم د دغه ولايت د زنده جان، رباط سنګي ولسواليو او د هرات ښار په مربوطاتو کې د دغه ولايت له يو شمېر زيانمنو شويو کورنيو سره سل زره ډالره نغدي مرسته کړې ده.

دې ادارې د دغو مرستو د وېش د وخت په اړه جزئیات نه دي ورکړي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات په ځينو سيمو کې د دوو سختو زلزلو له امله د ځاني زيانونو ترڅنګ خلکو ته درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

دا مهال په دغه ولایت کې زرګونه کورنۍ چې په دې طبیعي ناورین کې یې خپل ټول مالونه له لاسه ورکړي، بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcfvmd01w6dc0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته