دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۸
د مطلب کود : 283201
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې نن بیا سره مخامخ کیږی
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې نن یکشنبه (د جدی ۱۰مه) له یو بل سره مخامخ کېږي.
افغان غږ خبری آژانس: دغه لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۶:۳۰ بجې د شارجې په میدان کې پیل شي.
 
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
 
افغان لوبډلې تېره اوونۍ د اماراتو له لوبډلې څخه دوه غیر رسمي ۵۰ اوریزه لوبې وګټلې او تېره جمعه یې لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.
 
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو دریمه لوبه د سه شنبې په ورځ ترسره کیږي.
 
له دې وروسته افغانستان له هند سره درې شل اوریزې لوبې لري، چې لومړۍ لوبه به یې د جنورۍ په ۱۱مه، دویمه د جنورۍ په ۱۴مه او درېیمه د جنورۍ په ۱۷مه ترسره شي.
https://avapress.com/vdcbgfb58rhbw5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته