کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې نن بیا سره مخامخ کیږی

10 جدی 1402 ساعت 11:58

د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې نن یکشنبه (د جدی ۱۰مه) له یو بل سره مخامخ کېږي.


آوا: دغه لوبه به د کابل پر وخت مازدیګر ۶:۳۰ بجې د شارجې په میدان کې پیل شي.
 
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې افغان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې د اماراتو لوبډلې ته په لوی توپیر ماتې ورکړه.
 
افغان لوبډلې تېره اوونۍ د اماراتو له لوبډلې څخه دوه غیر رسمي ۵۰ اوریزه لوبې وګټلې او تېره جمعه یې لومړۍ ۲۰ اوریزه لوبه د ۷۲ منډو په توپیر وګټله.
 
د افغانستان او متحده عربي اماراتو د لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو دریمه لوبه د سه شنبې په ورځ ترسره کیږي.
 
له دې وروسته افغانستان له هند سره درې شل اوریزې لوبې لري، چې لومړۍ لوبه به یې د جنورۍ په ۱۱مه، دویمه د جنورۍ په ۱۴مه او درېیمه د جنورۍ په ۱۷مه ترسره شي.


د مطلب کود: 283201

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/283201/د-افغانستان-او-متحده-عربي-اماراتو-کرکټ-ملي-لوبډلې-نن-بیا-سره-مخامخ-کیږی

آوا
  https://www.avapress.com