دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 282970
له ایران څخه تر ۱۵۰۰ ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي
د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې ۱۶۳۸ مهاجرینو د راستنیدو خبر ورکړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سې شنبې په ورځ د جدي په پنځمه د دغه وزارت په ایکس پاڼه کې لیکل شوي چې په ایران کې مېشت ۱۶۳۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې یاد شوي کډوال د جدي میاشتې په څلورمه په داوطلبانه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي وو.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه راستانه شوي کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه راستانه شوي کسان د مهاجرت له رياست سره له ثبت وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.
https://avapress.com/vdcd5x0xzyt0jn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته