کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران څخه تر ۱۵۰۰ ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

6 جدی 1402 ساعت 9:45

د سرپرست حکومت د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت له ایران څخه د څه باندې ۱۶۳۸ مهاجرینو د راستنیدو خبر ورکړی دی.


آوا - کابل: د سې شنبې په ورځ د جدي په پنځمه د دغه وزارت په ایکس پاڼه کې لیکل شوي چې په ایران کې مېشت ۱۶۳۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي زیاتوي، چې یاد شوي کډوال د جدي میاشتې په څلورمه په داوطلبانه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي وو.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه راستانه شوي کډوال د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې دغه راستانه شوي کسان د مهاجرت له رياست سره له ثبت وروسته د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړيوال سازمان دفترونو ته ور وپېژندل شول.


د مطلب کود: 282970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/282970/له-ایران-څخه-تر-۱۵۰۰-ډېر-کډوال-هېواد-ته-راستانه-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com