دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۴۱
د مطلب کود : 281699
د کرنې وزارت یو پلاوی روسیې ته سفر کړی
د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت یوه پلاوي د حیواني روغتیا په برخه کې په نړیوال علمي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په خبرو کې دا موضوع مطرح کړه.

هغه زياته کړه، دغه پلاوي چې مشري يې د مالدارۍ او حيواني روغتيا عمومي رييس مفتي ذاکر الله ذاکر کوله، د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د کرنې وزارت د څارويو د روغتيا رييس ډاکټر مختار محسني او محمد شریف زاهد روسیې ته سفر کړی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوى د دغه وزارت په استازيتوب د روسيې په ولادمير ښار کې د حيواني روغتيا د سکټور په ٦٥م نړيوال علمي کنفرانس کې د ګډون په موخه روان دى.
https://avapress.com/vdcao6nuo49nai1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته