کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کرنې وزارت یو پلاوی روسیې ته سفر کړی

15 قوس 1402 ساعت 11:41

د اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې د دغه وزارت یوه پلاوي د حیواني روغتیا په برخه کې په نړیوال علمي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر کړی دی.


آوا - کابل: د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رئیس مصباح الدین مستعین د آوا له خبریال سره په خبرو کې دا موضوع مطرح کړه.

هغه زياته کړه، دغه پلاوي چې مشري يې د مالدارۍ او حيواني روغتيا عمومي رييس مفتي ذاکر الله ذاکر کوله، د کرنې او مالدارۍ وزارت سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د کرنې وزارت د څارويو د روغتيا رييس ډاکټر مختار محسني او محمد شریف زاهد روسیې ته سفر کړی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوى د دغه وزارت په استازيتوب د روسيې په ولادمير ښار کې د حيواني روغتيا د سکټور په ٦٥م نړيوال علمي کنفرانس کې د ګډون په موخه روان دى.


د مطلب کود: 281699

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/281699/د-کرنې-وزارت-یو-پلاوی-روسیې-ته-سفر-کړی

آوا
  https://www.avapress.com