دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ قوس ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 281402
هره ورځ باید لس زره افغان کډوال له بلوچستان څخه وایستل شي
له پاکستان څخه د اخراج شویو افغان کډوالو د شمېر له کمېدو وروسته د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو وزیر په یوه بل اختلافي بیان کې ټینګار کړی، چې له بلوچستانه باید هره ورځ ۱۰ زره کډوال وایستل شي.
افغان غږ خبری آژانس: اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د پاکستاني چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې په بلوچستان کې یو شمېر افغان کډوال د نیول کېدو او شړلو له وېرې د پاکستان قبایلي سیمو ته تللي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر جان اڅکزي تر دې مخکې ویلي وو چې د راتلونکي کال تر جنورۍ پورې به شاوخوا یو میلیون افغان کډوال وباسي.

په همدې حال کې د بلوچستان والي د افغانستان او پاکستان له پولې څخه د ویزې پرته د تګ راتګ د بندیز پر ضد د اعتراض کوونکو له زرګونو استازو سره خبرې وکړې. عبدالولي کاکړ له مظاهره کوونکو وغوښتل چې پنځه ورځې دې په اسلام آباد کې له چارواکو سره خپلې غوښتنې مطرح کړي.

دا غونډه د بلوچستان صوبې په چمن سیمه کې د سپین بولدک پولې ته څېرمه د احتجاج له پیل څخه ۴۱ ورځې وروسته شوې ده.

په چمن کې د "لغري" په نامه د کارګرانو د اتحاديې مشر، غوث الله وايي، که د لاريون کوونکو غوښتنې ونه منل شي، حکومت ته به د ماليې ورکړه بنده کړي.

د پاکستان د حکومت د نوې پرېکړې له مخې له دې وروسته به مسافر له پاسپورټ او ویزې پرته له نورو اسنادو سره له پولې نه تېرېږي.

په یو بل خبر کې د لاهور پوهنتون د مدیریتي علومو د پوهنځي شپږو استادانو د پاکستان سترې محکمې ته د عریضې په استولو سره له قانوني اسنادو پرته د افغان مهاجرینو د ایستلو په اعتراض اعتراض وکړ.

دوی د پاکستان له سترې محکمې وغوښتل چې د دغو کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان د حکومت د پرېکړې مخه ونیسي.

دا دوهمه درخواست دی چې د پاکستان په ستره محکمه کې د غیرقانوني مهاجرینو د اخراج د پریکړې ننګه کوي. تر دې وړاندې پاکستاني سناتور فرحت الله بابر په سترې محکمې کې د افغان کډوالو د ایستلو د مخنیوي لپاره عریضه کړې وه.

په ورته وخت کې وروستي راپورونه ښیي چې د پاکستان سترې محکمې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د دغه هېواد د موقت حکومت د صلاحیتونو څېړنه پیل کړې ده.
https://avapress.com/vdccxsqii2bq408.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته